بنکاك 19 مئي (اے پي پي) تھائي لېنډ كښې د كرونا وائرس 3 زره 394 نوې كېسونه رامخې ته شوي او دغسې 29 كسان مړه شوي ۔ په نوو كېسونو كښې د 3 زره 377 تعلق كورني انفېكشن سره دے او 17 كسان د نورو هېوادونو نه په راستنېدو د كرونا وائرس ښكار وو۔ د ځائي چارواكو له مخې ګرد هېواد كښې د كرونا د كېسونو مجموي شمېره يو لك 16 زره 949 رسېدلې كومه چې د اپرېل نه څلور چنده زياته ده۔