چين كښې هر كال يو كروړ ودونه كېږي ۔ د سول افيئر وزارت

بيجنګ 19 مئي (اے پي پي) چين كښې هر كال يو كروړ ودونه كېږي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې سول افيئر وزارت د شورو په ورځ په دې لړ كښې شمېرې جاري كولو سره ووئيل ګرد هېواد كښې هر كال لس مېليونه ودونه رجسټرډ كېږي دغسې څلور مېليونه سرټيفيکټس داسې جوړو ته جاري كېږي چې يا خو ئې د خپل واده اندراج نه وي كړے يا د دوي د واده سرټيفيکيټ چرته ورك شوے وي۔