قندوز او قندھار كښې د امنيتي ځواكونو او عسکريت خوښو ترمينځه نښتې ، کلين اپ عمليات ، 2 افغان عسكر ، 17 عسکريت خوښي وژلې شوي

کابل 19مئي (اے پي پي) د افغانستان قندوز او قندھار ولايتونو كښې د امنيتي ځواكونو او عسكريت خوښو ترمينځه نښته او كلين آپ عملياتو كښې 2 افغان عسكر او 17 طالبان عسکريت خوښي وژلې شوي۔ د چين خبر رسني اداري له مخي د چار دره ولسوالۍ مشر مهمين عمر خيل ووئيل د شمالي ولايت قندوز چاردره ولسوالۍ كښې طالبان عسکريت خوښو د افغان نېشنل ډيفنس اينډ سکيورټي فورسز (اے اين ډي اېس اېف) په ګزمه بريد كړے كوم چې د عسکريت خوښو او امنيتي ځواكونو ترمينځه د نښتي سبب جوړ شوے چې په نتيجه كښې ئې 2 عسكر او درې عسكريت خوښي مړه شوي دغسې يو بل پوځي او يو عسكريت خوښے ژوبل شوے۔بل خوا د افغانستان پوځ يو بيان كښې وئيلي دي د قندھار زهاري ولسوالۍ كښې پوځ کلين اپ عملياتو كښې 14 طالبان عسکريت خوښي وژلي او 4 ژوبل شوي دغسې د عملياتو په مهال د عسکريت خوښو 4 ژالي تباه كړې شوي او يوه پراخه برخه د عسكريت خوښو څخه خالي كړې شوې