ريوډي جنيرو 19 مئي (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 4 لكهه 39 زره څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د ځپليو شميره يو كروړ 57 لكهه 35 زره څخه زياته شوې ۔د شورو په ورځ د امريكې ميډيا له مخي برازيل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 75445 نوي كيسونه رپورټ شوي او دې نه پس د ځپليو شميره 15735485 ته رسيدلي۔د روغتيا وزارت له مخي په دې مهال د وائرس له امله ځپلي شوي 2513 كسان مړه شوي۔ برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د ورځي په بنياد د مړو شميره يو ځل بيا زياته شوې، برازيل كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس اوس د مصدقه رنځورانو شميره 15735485 ده۔د روغتيا وزارت چارواكو ووئيل هېواد كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره 439379 ته رسيدلې دغسې بيلو سيمو كښې دا مهال د كورونا وائرس 1048497 فعاله رنځوران موجود دي۔ د برازيل د روغتيا وزارت شميرې له مخي هېواد كښې تر اوسه 14247609 څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوي۔ برازيل د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دريم دغسې د مړو په حقله دويم تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے