واشنګټن 19 مئي (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپليو كسانو شميره 3 كروړه 37 لكهه 74 زره څخه زياته شوې ۔ د شورو په ورځ د امريكې ميډيا له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 6 لكهه يو زر درې سوه څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله د ځپليو مجموعي شميره 33774945 ده او 5920288 فعال ځپلي دي۔چارواكو له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره زياته شوې، امريكا كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے چرته چې په مجموعي توګه د مړو شميره نړۍ كښې د هم هېواد څخه زياته ده۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 601330 كسان مړه شوي۔ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 34 لكهه 19 زره څخه زياته شوې ۔ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس دويمي او دريمي چپي په مهال هم امريكا كښې زيات كسان مړه شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس ځپلې شوي 27253327 څخه زيات كسان ښه شوي۔ امريكا كښې وګړو ته د كورونا وائرس څخه بچ كيدو لپاره تر اوسه 27 كروړه 44 لكهه څخه زيات خوراكونه وركړې شوي