مقبوضه جمو او كشمير كښې د كورونا وائرس له امله د 15 ميرمنو پشمول نور 36 كسان مړه شول

سرينګر 18مئي (اے پي پي) په غير قانوني توګه د هند د قبضې لاندې جمو او كشمير كښې تيره شپه د كورونا وبا له امله د 15 ميرمنو پشمول نور 36 كسان مړه شوي۔ د دې نه پس د مړو مجموعي شميره 3 زره 258 ته رسيدلې۔ د كشميرميډيا سروس له مخي په دې كښې 18 كسان په وادي كشمير او 18 جمو سيمه كښې مړه شوي۔ وادي كشمير كښې د وبا له امله د مړو مجموعي شميره 1747 دغسې جمو سيمه كښې 1511 ته رسيدلې ۔ بلخوا هند كښې د كورونا وبا له امله د مړو مجموعي شميره 2 لكهه 78 زره 719 ته رسيدلې او په يوه ورځ كښې تر ټولو زيات 4 زره 340 كسان مړه شوي دي