اسلام آباد 04 اپرېل (اے پی پی) د پاكستان او د خليج مرستې كونسل ترمينځه د آزادې تجارتې لوظنامې په اړه درېم پړاؤ د بحرين پھ مشرۍ كښې د (جي سي سي) د شريكې وزارتي غونډې په مهال كېږي۔د تجارت وزارت اعلٰی چارواكو"اے پي پي"ته ووئيل د پاكستان او جي سي سي هېوادونو ترمينځه د آزاد تجارت لوظ نامې په اړه فريم ورك ته حتمي شكل وركولو لپاره به خبرې …
د پاكستان او خليج مرستې كونسل ترمينځه د تجارتې لوظنامې لپاره د خبرو درېم پړاؤ د (جي سي سي) د شريكې وزارتي غونډې په مهال كېږي
اسلام آباد 04 اپرېل (اے پی پی) د پاكستان او د خليج مرستې كونسل ترمينځه د آزادې تجارتې لوظنامې په اړه درېم پړاؤ د بحرين پھ مشرۍ كښې د (جي سي سي) د شريكې وزارتي غونډې په مهال كېږي۔د تجارت وزارت اعلٰی چارواكو”اے پي پي”ته ووئيل د پاكستان او جي سي سي هېوادونو ترمينځه د آزاد تجارت لوظ نامې په اړه فريم ورك ته حتمي شكل وركولو لپاره به خبرې ډېرې زر وشي۔دوي ووئيل پھ دې اړه د بحرين كردار ډېر مهم دے۔د دې لوظ نامې حتمي كېدو سره به جي سي سي هېوادونو سره تجارتي حجم لا زيات شي۔دوي ووئيل پاكستان جي سي سي هېوادونو سره تجارتي اړيكو ته وده وركولو لپاره لوظي دے۔دوي ووئيل د اېف ټي اے د فريم ورك په اړه ابتدائي كار شوې۔دواړو د شخصي څانګې په تجارتي چارو كښې د ګډون په زياتولو اتفاق كړې











