د وزيراعظم امريكا ايران لوظنامه كښې په كاميابه ثالثۍ قوم ، سیاسی او عسکری مشرتابه له مباركي ، د پټرولیم مصنوعات بيعو كښې د كمي مېوې اولس ته د رسولو اعلان

اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د امريكا ايران لوظنامې په عملي كېدو قوم ، سیاسی او عسکری مشرتابه له مباركي وركولو سره وئيلي دي پاكستان ته چې كوم عزت او مقام ترلاسه شوے دے قامونو ته پېِړو كښې داسې كاميابي نه ترلاسه كيږي۔ دې لوظنامې سره په ګرده نړۍ كښې د پټروليم مصنوعات بيعې ټيټې شوي دي او ددې مېوې اولس ته رسولو له بايد هم نن اعلان …

اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د امريكا ايران لوظنامې په عملي كېدو قوم ، سیاسی او عسکری مشرتابه له مباركي وركولو سره وئيلي دي پاكستان ته چې كوم عزت او مقام ترلاسه شوے دے قامونو ته پېِړو كښې داسې كاميابي نه ترلاسه كيږي۔ دې لوظنامې سره په ګرده نړۍ كښې د پټروليم مصنوعات بيعې ټيټې شوي دي او ددې مېوې اولس ته رسولو له بايد هم نن اعلان وكړے شي٬ د ايران صدر مسعود پزشكيان ته مو د پاكستان دورې كولو بلنه وركړې ده او هغه ماته د سپريم ليډر آيت الله خامنه اي په وروستو رسوماتو كښې د ګډون بلنه راكړې ده۔ وزيراعظم د جمعې په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې كولو په مهال ووئيل د امريكا او ايران ترمينځه لوظنامې په عملي كېدو چې پاكستان ته كوم عزت ترلاسه شوے دے په دې د خالق او مالك پروردګار شكر ادا كوو۔ ټول قام او د ددے ايوان ټولو غړو له مباركي وركوو۔ ده ووئيل د پاكستان په دې كردار بايد ايوان څخه يو متفقه قرارداد رامخے ته شي ٬ دې سره به نړۍ ته د يو والي يو پېغام لاړ شي۔ ده اپوزيشن ته هم بلنه وركړه چې هغوي سياسي اختلافات يو اړخ ته كولو سره په مباركه ورځ د پاك پروردګار مننه وكړي۔ وزیراعظم ووئيل په ستره كاميابۍ كښې تر ټولو عظيم كردار فيلډ مارشل سيد عاصم منېر ادا كړے دے۔ هغه امن په ځائې كولو له شپه او ورځ كار وكړو۔ ده وئيل نائب وزيراعظم اسحاق ډار ته هم مباركي وركوم چا چې په دې عمل كښې بشپړه برخه واخسته۔ دغسې سيد محسن نقوي د ايران دوره كولو سره د ايران حوالې سره په زړه پورې كردار ترسره كړو۔ ده اپوزيشن ګوندونو ٬ غړو ٬ اتحادي ګوندونو ا و د هغې مشرانو ته هم مباركي وركړه۔ ده ووئيل تېره ورځ مې ايراني صدر سره ټېلېفوني خبرې وشوې هغه د پاكستاني حكومت او اولس د خپل حكومت او اولس لخوا د زړه له كومي شكريه ادا كړه۔ كومو چې په سخت وخت كښې د ايران مرسته وكړه۔ ما هغه ته د پاكستان دورې بلنه وركړه او هغه ماته د سپریم لیډر آیت اے خامنه ای د تدفين په مراسمو كوم چې په 3 یا 4 جولائی كيږي كښې د ګډون كولو بلنه راكړه۔ وزيراعظم ووئيل جنګ بندۍ څخه وروستو د تېل بيعې مخ په كمېدو دي ٬ دې ته به هره اونۍ كتلې شي او د پټروليم مصنوعاتو بيعو كښې به ښكاره كمې اعلان كړې شي۔ وزيراعظم د ملګرو هېوادونو هم مننه وكړه چې هغوي د امن په ځائې كولو كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړو۔ ده د وروڼرو هېوادونو قطر، سعودی عرب او ترکیه كردار هم وستائلو۔ ده ووئيل چين هم دې لړ كښې په زړه پورې كردار ترسره كړو۔ وزيراعظم د ايران او امريكا د مشرتابه هم مننه وكړه چې هغوي لوظنامه كولو كښې خوښي ښكاره كړه ۔ وزيراعظم ووئيل دا عظيمه كاميابي ددې خبرې تقاضا كوي چې مونږ ټول دې عظيمې بريا لپاره يو موټي شو او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له په يو صف كښې اوردېږو۔

مزید خبریں