اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي)د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سیّد طارق فاطمي سره د نهې په ورځ د مراکش نوي ټاكلي شوي سفیر محمد کرموني ليدلي دي ۔ طارق فاطمي د مراکش د سفير هركلي كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې د شريكې عقيدې٬ تاريخي تجربو او د يو ډول كلتور په بنياد آډانه دي۔ ده د شاه محمد څلورم په مشرۍ كښې د …
سیّد طارق فاطمي سره د مراکش سفیر محمد کرموني وليدل
اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي)د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سیّد طارق فاطمي سره د نهې په ورځ د مراکش نوي ټاكلي شوي سفیر محمد کرموني ليدلي دي ۔ طارق فاطمي د مراکش د سفير هركلي كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې د شريكې عقيدې٬ تاريخي تجربو او د يو ډول كلتور په بنياد آډانه دي۔ ده د شاه محمد څلورم په مشرۍ كښې د مراكش د پرمختګ ستائنه وكړه۔ ده په افريقائي ائتلاف كښې د مراكش د بشپړه غړيتوب په درجه ترلاسه كولو سفير له مباركي وركولو سره ووئيل افريقائي براعظم د پرمختګ او سوكالۍ منازل تر سره كوي۔ده د مراكش سفير لپاره پاكستان كښې د وظيفې ترسره كولو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه او د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔











