
اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) په چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد وئيلي دي چې د پاكستان او چين د ګڼ اړخيزه اړيكو په نتيجه كښې د دفاع٬ معيشت٬ كلتور او تعليم په څانګه كښې اضافه شوې او دواړه هېوادونه په دې څانګو كښې اړيكې لا قوي كول غواړي۔ د راډيو پاكستان په پروګرام كښې ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو مشران د پاكستان او چين اقتصادي لارې ته د ورپېښو مسئلو كمولو لپاره هڅې كوي ځكه چې دا پروژه به د دواړو هېوادونو پشمول منطقې لپاره ګېم چنجر ثابته شي۔