پاكستان او چين نړۍ له مثالي ملګرتيا لري ۔ احسن اقبال

اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي چې د پاكستان او چين ملګرتيا نړۍ له يو غوره مثال دے۔ چین پاکستان ا قتصادی راهداری منصوبه پاكستان له نه بلكې نړۍ له تاريخي٬ تجارتي او اقتصادي اهميت لري۔ د دوه كالو په لږه موده كښې دپاك چين اقتصادي راهدارۍ اثرات د ژوند په ټولو څانګو كښې په نظر راتلل …

اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي چې د پاكستان او چين ملګرتيا نړۍ له يو غوره مثال دے۔ چین پاکستان ا قتصادی راهداری منصوبه پاكستان له نه بلكې نړۍ له تاريخي٬ تجارتي او اقتصادي اهميت لري۔ د دوه كالو په لږه موده كښې دپاك چين اقتصادي راهدارۍ اثرات د ژوند په ټولو څانګو كښې په نظر راتلل پېل شوي دي۔ پاكستان كښې د درې كلونو په مختصره موده كښې د پرمختګ په شرح كښې چې كومه اضافه شوې دا د تېرو 8 كلونو نه زياته ده۔ اقتصادی راهداری منصوبه د دواړو هېوادونو اولس له د خوشحالۍ د خوبونو تعبير وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د خالي په ورځ د آل چائنا ایوان صنعت او تجارت مشر دوهم چيئرمېن او د نړيوال بانك پخواني چیف اکانومسټ ډاکټر جسټن ییفو لِن سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت اعلی چارواكي هم موجود وو۔ وفاقی وزیر احسن اقبال ووئيل درې كاله وړاندې د غېر ملكي سرمايه كارۍ په توګه چين د څو هېوادونو نه وروستو وو ولې د سي پېك نه وروستو چين پاكستان كښې غیر ملکی سرمايه كاري كوؤنكي هېوادونو كښې تر ټولو لومړي مقام ته رسېدلې۔ ده ووئيل دې منصوبې د پاكستان او چين اړيكو ته نوے جهت او ملګرتيا ته نوې معنې وركړې۔ دې سره د اقتصادي مرستې دور پېل شو۔ ده ووئيل په نړيوال اقتصادي پرمختګ كښې دآسيا كردار په تاريخي توګه ډېر مهم پاتې شوې۔ بياهم د تېرو څو لسيزو په مهال په نړيوال معيشت كښې ددې كردار د يورپ او امريكا په مقابله كښې زيات ښه پاتې شوې نه دے۔ پاک چین اقتصادی راھداری منصوبې څخه وروستو يو ځل بيا په نړيواله منظرنامه كښې آسي د صنعتي ٬ تجارتي او اقتصادي پرمختګ محور جوړېدو سره رامخې ته شوې۔ په درې كلونو كښې ګروت رېټ 2 اعشاريه 5 نه زياتېدو سره 4 اعشاريه 8 ته رسېدلې۔ د آل چائنا ایوان صنعت او تجارت مشر دوهم چيئرمېن او د نړيوال بانك پخواني چيف اكانومسټ ډاکټر جسټن ییفو لِن ووئيل د پاكستان او چين اړيكې ټولې نړۍ له د ملګرتيا او مرستې يو ژوندے مثال دے۔ د چين اولس پاكستان خپل د باور وړ ملګرے او پاكستان خپل دويم كور ګڼي۔ ده ووئيل چين د پاكستان پرمختګ خپل پرمختګ ګڼي۔ پاکستان سره تجارتي او صنعتي اړيكو كښې ښه والې چين دپاره ډېر مهم دے۔ او دې سره به منطقه كښې يو نوے او فعال معاشي چاپېرچل وده ومومي۔ پاکستان كښې د صنعت ودې سره به پاکستان پیداواری مرکز جوړ شي۔ د پاكستان د برآمد كولو صلاحيت به زيات شي او د تجارتي خسارې خطره به ټول عمري له ختمه شي۔