اسلام آباد 25 اپریل (اے پي پي) د قومی کرکټ ډلي کپتان بابر اعظم په لږو ميچونو كښې 2 زره رنز كولو سره د هندي كركټ ډلي کپتان ویرات کوهلي يو بل ریکارډ مات كړې دې۔ د اتوار په ورځ قومی ډلي کپتان د زمبابوے په ضد دريم ټي 20 میچ كښې 52 رنز كولو سره ټي 20 انټرنېشنل كښې 2000 رنز كړي۔ بابراعظم د کیرئیر 52م اننګز كښې 2000 رنز كولو سره كاميابي ترلاسه كړي دغسې ویرات کوهلي 56م اننګز كښې 2000 ټي ټوئنټي انټرنېشنل رنز جوړ كړي۔