دوهم ټي 20 مېچ كښې زمبابوے پاكستان له ماتې وركړه

هرارے 23 اپريل (اے پي پي)پاكستان د زمبابوے په ضد ټي 20 مېچونو كښې پرله پسې د كاميابو نه بس ماتې سره مخ شوے۔د جمعې په ورځ په هرارے كښې شوي دوهم ټي 20 مېچ كښې زمبابوے پاكستان له ماتې وركړې ۔دا د زمبابوے د پاكستان په ضد تراوسه شوو ټي 20 ميچونو كښې وړومبي كاميابي ده۔د دې مېچ نه وړاندې د پاكستان كركټ ډلې د زمبابوے په ضد 15 ټي 20 ميچونه كړي او په ټولو كښې يې كاميابي ترلاسه كړې۔دا د يوې ډلې په ضد د زياتو كاميابو رېكارډ دے۔پاكستان سره دا رېكارډ لا مضبوطولو لپاره موقع وه كومه چې هغوي د زمبابوے غوندې كمزورې ډلې نه د ماتې په خوړلو ضائع كړې۔