سنچورين 13اپريل (اے پي پي)د پاكستان او جنوبي افريقې كركټ ډلو ترمينځه دريم او آخري ټي ټونټي انټرنېشنل ميچ به (نن) د شورو په ورځ سپر سپورټ پارك، سنچورين كښې كيږي،د دواړو ډلو ترمينځه سيريز 1-1 سره برابر دے۔ د پاكستان ډلي په وړمبي ټي -20 ميچ كښې پروټيز ډلي له په 4 وكټو سره ماتې وركړې وه ٬ دغسې جنوبي افريقې د 4 ټي ټونټي ميچونو سيريز په دويم ميچ كښې پاكستان له په 6 وكټو سره ماتې وركړې او اوس سيريز 1-1 سره برابر دے ۔د پاكستان ډلي مشري به بابر اعظم كوي دغسې د جنوبي افريقي ډلي مشري به هنريك كلاسين كوي