اېشین چیمپئنز ټرافي هاکي ټورنامنټ به سږ كال په 01 اکتوبر بنګله دېش كښې پيل كيږي

اسلام آباد 12 اپریل (اے پي پي) اېشین هاکي فیډرېشن د سيورېي لاندي مینز اېشین چیمپئنز ټرافي هاكي ټورنامنټ به سږ كال په 01 اکتوبر په بنګله دېش كښې پيل كيږي۔په دې ټرافۍ كښې به د 6 هېوادونو لوبډلي برخه اخلي چې پكښې د بنګله دېش پشمول پاکستان، جاپان، هند ، ملائیشیا او کوریا شامل دي۔ ټورنامنټ به تر 9 اکتوبر دوام لري۔دا خبره دې ياده وي دا ايونټ تير كال په نومبر 2020 كښې كيدو كوم چې د كورونا له امله ځنډولے شوے ؤ