سهلټ 10 اپريل (اے پي پي﴾ د بنګله دېش او د سوئيلي افريقې د وېمنز ايمرجنګ پلېئرز ترمېنځه څلورم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په سهلټ كښې كېږي. په دې سېريز كښې وړومبي درې مېچونه د بنګله دېش د كركټ ښځينه لوبډلې ګټلي دي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه پنځم او وروستې يو ورځنې مېچ به د اپرېل په 13مه نېټه كېږي.