د نيوزي لينډ او آسټريليا مېرمنو ډلو ترمينځه دويم ون ډے ميچ (نن) كيږي

مائونټ مانګينوئي 06 اپريل (اے پي پي) د نيوزي لينډ او آسټريليا ميرمنو كركټ ډلو ترمينځه دويم ون ډے ميچ به (نن)د شورو په ورځ مائونټ مانګينوئي كښې كيږي۔ آسټريليا كركټ ډلي ته د درېو ميچونو سيريز كښې وړاندې والے ترلاسه دے۔د سيريز وړومبي ون ډے ميچ كښې آسټريليا په 6 وكټو كاميابي ترلاسه كړې وه۔ د نيوزي لينډ ډلې مشري ايمي سيتھرويټ كوي دغسې د آسټريليا كركټ ډلي مشري ميګ ليننګ كوي۔د دواړه ډلو ترمينځه د سيريز دريم او آخري ون ډے ميچ به په 10 اپريل مائونټ مانګينوئي كښې كيږي