جوهانسبرګ ۔3اپرېل(اے پی پی) د پاكستان او سوئيلي افريقا كركټ لوبډلو ترمينځھ دويم يو ورځنې مېچ نن جوهانسبرګ كښې كولے شي۔ پاكستان ته د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ په سنچورين كښې شوي اولني مېچ كښې ګرين شرټس پروټيز ته د سختې مقابلې نه وروسته درې وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ پاكستانۍ لوبډله به د بابر اعظم او د سوئيلي افريقا لوبډله به د تېمبا بووما په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز درېم او وروستې مېچ به د روانې مياشتې په 7 مه نېټه سنچورين كښې كېږي۔