
نېپئر 28 مارچ (اے پي پي) د نيوزي لېنډ او د آسټراليا د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه د درې مېچونو د سېريز دوهم ټي ټونټي مېچ به ﴿سبا﴾ د نهې په ورځ نېپئر كښې كېږي. د آسټراليا مېلمه لوبډلې د دې سېريز وړومبې مېچ ګټلے دے. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دريم او وروستې مېچ به د اپرېل په وړومبې نېټه كېږي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د يو ورځنو مېچونو سېريز به د اپرېل په 4مه نېټه پېل كېږي.