اسلام آباد 24 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي سعودی عربستان كښې مېشته 26 لکھ پاکستانیان د حرمېن خاورې دفاع او سلامتیا له هر وخت چمتو دي۔ اولس مشر دا خبره د جمعې په ورځ په ایوان صدر كښې د سعودی عربستان موده تر سره كونكې سفیر عبداللہ مرزوك الزهرانی سره د ملاقات په مهال وكړه۔ اولس مشر ووئيل سعودی عربستان يو مهم اسلامي هېواد دے …
سعودی كښې مېشته 26 لکھ پاکستانیان د حرمېن خاورې دفاع او سلامتیا له هر وخت چمتو دي
اسلام آباد 24 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي سعودی عربستان كښې مېشته 26 لکھ پاکستانیان د حرمېن خاورې دفاع او سلامتیا له هر وخت چمتو دي۔ اولس مشر دا خبره د جمعې په ورځ په ایوان صدر كښې د سعودی عربستان موده تر سره كونكې سفیر عبداللہ مرزوك الزهرانی سره د ملاقات په مهال وكړه۔ اولس مشر ووئيل سعودی عربستان يو مهم اسلامي هېواد دے او پاکستان سعودی عربستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ ده ووئيل ټول پاکستانیان په زړونو كښې د سعودی او سعودی اولس سره بې كچه مينه لري۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو تل له د يو بل په هر سخت وخت كښې ملګرتيا كړي۔ ده د تجارتی حجم زياتولو پھ حاجت زور راوړو۔ د سعودی سفیر عبداللہ مرزوك الزهرانی د خپلې مودې په مهال د پاکستان حکومت او اولس مشر په مرسته كولو مننه وكړه او عزم ئې څرګند وكړه چې سباؤن كښې به هم د پاکستان او سعودی اړيكو ښھ والې له خپل خذمات ترسره كوي











