د هند او انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

پونې 22 مارچ (اے پي پي) د هند او انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې مېچونو د سېريز وړومبې يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په پونې كښې كېږي. د هندي لوبډلې كپتان وېرات كوهلي دے او د انګلستان د كركټ لوبډلې مشري ايون مورګن كوي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز دويم مېچ به د مارچ په 26مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د مارچ په 28مه نېټه كېږي.