د هند او جنوبي افريقې ميرمنو ډلو ترمينځه وړومبې ټي -20 كركټ ميچ (سبا) كيږي

لكھنئو 18مارچ (اے پي پي)د هند او جنوبي افريقې د ميرمنو كركټ لوب ډلو ترمينځه د 3 ټي 20 انټرنېشنل ميچونو مشتمل سيريز وړومبے ميچ (سبا) د خالي په ورځ لكھنئو كښې كيږي۔ جنوبي افريقې دې څخه وړاندي هند له په پنځه ون ډے ميچونو سيريز كښې په 1-4 ماتې وركړې وه ۔ د دواړه ډلو ترمينځه د سيريز دويم ټي -20 انټرنيشنل به په 21 مارچ دغسي دريم او آخري ميچ به په 23 مارچ كيږي۔ ټول ميچونه به په لكھنئو كښې كولې شي