اسلام آباد 12 مارچ(اے پی پی)د اېس اے فارم فټ بال ډلې د سيوري لاندې د آل پاكستان فټ بال ټورنامنټ د مارچ 18مې نېټې څخه په فېصل آباد كښې پیل كېږي۔د ټورنامنټ چيف آرګنائزر حاجي عبدالستار ووئيل د ټورنامنټ تيارۍ روانې دي۔په ټورنامنټ كښې د پاكستان ايئر فورس٬ملتان رېلوے٬د پنجاب پوليس٬اېس اے فارم٬كيلاش ملز فيصل آباد او د اېشيا ګهي ملز پشمول د ګرد هېواد څخه 32 ډلې برخه اخلي۔د ټورنامنټ سيمي فائنل به د مارچ په 28مه نېټې نه پېل كېږي او فائنل به د مارچ په 29مه نېټھ پیل كېږي۔د ټورنامنټ پاې ته په رسېدو به كاميابي ترلاسه كوونكو لوبغاړو له انعامات هم وركولې شي