اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سيد طارق فاطمي وئېلي دي پاكستان سعودي عرب سره د بېلو څانګو په اړه مرسته لا زياتول غواړي۔ده دا خبره د سعودي د محنت او سماجي پرمختګ وزير علي بن ناصر الغفيس سره د شورو په ورځ رياض كښې د ملاقات پھ مهال كړي۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې طارق فاطمي څوك چې …
پاكستان سعودي سره د بېلو څانګو مرسته لا زياتول غواړي

مزید خبریں
اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سيد طارق فاطمي وئېلي دي پاكستان سعودي عرب سره د بېلو څانګو په اړه مرسته لا زياتول غواړي۔ده دا خبره د سعودي د محنت او سماجي پرمختګ وزير علي بن ناصر الغفيس سره د شورو په ورځ رياض كښې د ملاقات پھ مهال كړي۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې طارق فاطمي څوك چې دا مهال سعودي عربستان په سركاري دوره تللے سعودي كښې د پاكستانو په مرسته كولو د سعودي حكومت مرسته وستائله څوك چې د يو څو كمپنو لخوا د واجباتو نه وركولو په سوب ځپلې شوي وو۔د ملاقات په مهال سعودي كښې د پاكستانيانو په نورو چارو او مرسته هم خبرې وشوې۔د سعودي د محنت او سماجې پرمختګ وزير ووئيل سعودي كښې د پاكستانو موجودګي د دواړو هېوادونو د اړيكو د استحكام علامت دے۔ دواړه د پاكستان او سعودي قيادت لخوا د وضع شوې وژن ترمخه دوه اړخيزه رابطو روانو ساتلو ته هم سلا شوي









