اسلام آباد۔17جون (اے پی پی) پاكستان او تركيه په آفتونو قابو موندلو ٬ سرچ اېنډ رېسکیو او صلاحیتی دائرہ کار زياتولو له د همكارۍ په زياتولو اتفاق كړے دے۔ د شورو په ورځ اېن ډي اېم اے څخه د جاري شوي بيان له مخې ترك دفاعي پلاوي اېن ډي اېم اے هېډكوارټرز كښې د نېشنل اېمرجنسيز آپرېشن سېنټر (اېن ای اوسی) دوره وكړه۔ اېن ډی اېم اے پلاوي ته په …
د پاكستان او تركيه ترمينځه په آفتونو قابو موندلو ٬ سرچ اېنډ رېسکیو او صلاحیتی دائرہ کار زياتولو له د همكارۍ په زياتولو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔17جون (اے پی پی) پاكستان او تركيه په آفتونو قابو موندلو ٬ سرچ اېنډ رېسکیو او صلاحیتی دائرہ کار زياتولو له د همكارۍ په زياتولو اتفاق كړے دے۔ د شورو په ورځ اېن ډي اېم اے څخه د جاري شوي بيان له مخې ترك دفاعي پلاوي اېن ډي اېم اے هېډكوارټرز كښې د نېشنل اېمرجنسيز آپرېشن سېنټر (اېن ای اوسی) دوره وكړه۔ اېن ډی اېم اے پلاوي ته په آفتونو قابو موندلو ٬ د پېشګي خبردارۍ نظام او د فوري اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر ملك په دوه اړخيزه مرسته د تجربو تبادلې په اهميت زور راوړو۔ په دې موقعه د پاكستان او تركيه ترمينځه په آفتونو قابو موندلو ٬ سرچ اېنډ رېسکیو او صلاحیتی دائرہ کار زياتولو له د همكارۍ په زياتولو اتفاق وكړے شو۔ پلاوي ته د روان كال 2026 په مهال پاكستان او نورو هېوادونو ته د پېښو خطرو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔ دواړو هېوادونو د سيمه ايزو خطرو تشخيص او تدارك او د ګلوبل ډيزاسټر رېسورس نېټ ورك جوړولو عزم پخلے وكړو۔ پلاوي د پاكستان د نېشنل اېمرجنسز آپرېشن سېنټر او په آفتونو قابو موندلو له عصري نظام وستائلو۔ د ترك پلاوي لخوا پاكستان سره په ګډه آفتونو څخه بچ كېدو او عملي اقدامات لا مؤثر كولو له د همكارۍ زياتولو عزم پخلے وكړے شو











