اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار علي خان د سپاټ فكسنګ په اړه د متضادو خبرونو نوټس اخستې دې۔ وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل دا تاثر بايد رامخې ته نشي چې ادارې خپلو كښې كوم اختلاف لري يا دواړه په بېلو اړخونو كار كوي۔ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه داخله وزير پي سي بي او اېف آئي اے ته …
داخله وزير چوهدري نثار علي خان د سپاټ فكسنګ په اړه د متضادو خبرونو خبر واخست

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 21 مارچ (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار علي خان د سپاټ فكسنګ په اړه د متضادو خبرونو نوټس اخستې دې۔ وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل دا تاثر بايد رامخې ته نشي چې ادارې خپلو كښې كوم اختلاف لري يا دواړه په بېلو اړخونو كار كوي۔ د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه داخله وزير پي سي بي او اېف آئي اے ته په سلا او مرسته د كار كولو امر وكړو۔ ولې چې متضار خبرونو سره د كېس په پلټنيو مفني اغېز پرېوتې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په دې كښې بايد هېڅ ابهام نه وي كه پي سي بي وائي يا نه وائي اېف آئي اے د كرپشن په معاملو د پلټنيو بشپړ اختيار لري۔ ولې بياهم اېف آئي اے ته امر شوې چې پي سي بي سره په ګډه كار وكړي۔ ده دواړو ادارو ته سپارښتنه وكړه چې خپلو كښې په سلا او مرسته نن د شورؤ په ورځ لاهور كښې غونډه كښې يوه لائحه جوړه كړي او د سپاټ فكسنګ كېس پلټنې په ګډه وړاندې بوتللې شي









