هري پور 16فروري (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي د تيرو حكومتونو د كرپشن او غلطو پاليسيو په وجه مونږ سخت حالاتو سره مخ يو، اوس حالات ښه والي پلو روان دي۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد تندۍ سره پرمختګ پلو روان شوے د كومو ميوې چې اولس ته ترلاسه كيدل پيل شوي۔ده ووئېل په تېرو ټاكنو كښې چې څنګه د …
د تيرو حكومتونو د كرپشن او غلطو پاليسيو په وجه مونږ سخت حالاتو سره مخ يو، اوس حالات ښه والي پلو روان دي، وفاقي وزير عمر ايوب خان

مزید خبریں
هري پور 16فروري (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي د تيرو حكومتونو د كرپشن او غلطو پاليسيو په وجه مونږ سخت حالاتو سره مخ يو، اوس حالات ښه والي پلو روان دي۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد تندۍ سره پرمختګ پلو روان شوے د كومو ميوې چې اولس ته ترلاسه كيدل پيل شوي۔ده ووئېل په تېرو ټاكنو كښې چې څنګه د هري پور اولس زه په ټول پاكستان د زياتو ووټونو اغستونكې ګرځولې يم انشاء اﷲ دغسې به د اولس او د ضلعې د محروميو خاتمه كوم ۔ده ووئېل په ضلع كښې د اربونو روپو د برېښنا او ګاز پروژې پېل كرې شوي كومو څخه به چې نوي نسل استفاده وكړي۔ ده تيره ورځ د 6 كروړه 58 لكهه روپو په مصرف د تحصيل خانپور چھوئي او موهړهه غزن سيمه كښې د سوئي ګيس وركولو پروژې د پرانستې دستورې ته وينا كوله










