اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د پاكستاني مېرمنو اتھليټس پلاوي د زيارت په ورځ سېنېټر رحمان ملك سره ملاقات وكړو۔ مېرمنو اتھليټس كښې سیدہ کساء زهرا، ثانیه عالم، عبيرہ اطهر، ایمان عالم او شومیا عالم شامله وه۔ د ملاقات په مهال مېرمنو لپاره د لوبو په فرصتونو او مېرمنو ته په دې لړ كښې په پېښو مسئلو خبرې وشوې۔ سېنېټر رحمان ملک مېرمنو لوبغاړو ته اعزازي شيليډز وركړل۔ په دې موقع د هېواد نامې روښانه كولو له د مېرمنو لوبغاړو د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ هغه ووئيل د كومې هم ټولنې په پرمختګ كښې د مېرمنو كردار ډېر مهم وي۔ مېرمنې بايد لوبو كښی بشپړه برخه واخلي۔ سېنېټر رحمان ملك ووئيل حكومت بايد مېرمنو ته لوبو كښی د برخه اخستلو موقعې وركړي۔مېرمنو لوبغاړو په ملاقات كولو د سېنېټر رحمان ملك ستائنه وكړه