د هند او انګلستان كركټ لوبډلو ترمېنځه د څلورو مېچونو د سېريز دوهم ټېسټ مېچ به ﴿سبا﴾ پېل كېږي

چنائي 11 فروري (اے پي پي) د هند او انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه د څلورو مېچونو د سېريز دوهم ټېسټ مېچ به﴿سبا﴾ د خالي په ورځ د فرورې په 13مه نېټه په اېم اے چدمبرم سټېډيم چنائي كښې پېل كېږي. د سېرېز وړومبے مېچ د انګلستان لوبډلې ګټلے دے. د انګلستان لوبډله به د هند په ضد په دې دوره كښې د څلورو ټېسټ مېچونو نه علاوه 5 ټي ټونټي او درې يو ورځني مېچونه هم كوي. د هندۍ لوبډلې مشري به ويرات كوهلي او د انګلستان د لوبډلې مشري به جو روټ كوي.