د عمران خان خور ريښتيا خبره كړې چې د ټېكس څخه بچ كېدو له دوئي بهر هېواد كښې جائېداد جوړ كړو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد ۔ 14 مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئيلي دي د زياتره آف شور كمپنو تعلق د عمران خان ګوند تحريك انصاف سره دے۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) كوم پارلماني غړي ٬ وزير او وزيراعظم كومه آف شور كمپني نشته۔ عمران خان د آف شور كمپنيو اول نمبر تورن او باني دے۔ هغه ريښتيا پټوي او دروغ ښكاره كوي۔ خان صاحب ته 1983ﺀ كښې جوړ كړې رنزونه او وكټې خو ياد دي ولې آف شور كمپني ورته كله هم ياد پاتې شوې نه ده۔ دا ئې ولی پټه ساتلې۔ كمپني ئې ولې جوړه كړه د ده كاروبار څه ؤ۔ څومره ئې ټېكس وركړو٬ خپله پېشه ئې ولې پټه كړه او څومره جائېداد ئې جوړ كړو۔ اوس به ده له د دې ټولو پوښتنو ځواب كمېسيون ته وركول وي۔ د عمران خان خور ريښتيا خبره كړې چې د ټېكس څخه بچ كېدو له دوئي بهر هېواد كښې جائېداد جوړ كړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د خالي په ورځ پي آئي ډي كحښې خبري كنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د تېرو درې اونو څخه د پاكستان په سياسي افق چې كوم بحث روان دے او كوم تن چې دا بحث پېل كړے او اخلاقي معيار ئې ټاكلے دے هغه نن ټول اولس ته وړاندې دے۔