د افغان جنګي الوتكو په بمبارۍ كښې د 2 ګروپ كمانډرانو پشمول 27 عسكريت خوښي ووژلے شول

کابل۔ 11فروری(اے پی پی) د افغانستان هلمند ولايت په يو شمېر سيمو د افغان جنګي الوتكو په بمبارۍ كښې د 2 ګروپ كمانډرانو پشمول د 27 عسكريت خوښو د وژلے كېدو تصديق شوے ۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې افغان پوځ يو بيان كښې وئيلي دي د كابل ښار نه 555 کلومیټره لرې د هلمند ولايت نوا ٬ نهر ٬ سراج او د ګرمسېر ضلعو په ځينو سيمو هوائي بريدونه شوي چې په نتيجه كښې ئې د 2 ګروپ كمانډرانو په شمول 27 عسكريت خوښي مړه او 3 نور ټپيان شوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د طالبانو لخوا د دې هوائي بريدونو په اړه كوم بيان نه دے رامخې ته شوے