واشنګټن 10 فروري (اے پی پی) په امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو شوو شمېره 2 كروړه 82 لكه ته رسېدلې ۔ د شورؤ په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه تر دې دمه 4 لكه 79 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس فعاله رنځورانو شمېره 9680957 ده۔ امريكا د كورونا وائرس وباﺀ د لاسه د نړۍ تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ 2 كروړه 80 لكھ ځپليو سره امريكا دا مهال ګرده نړۍ كښې د وباﺀ تر ټولو لوئې مركز دے ۔ امريكا كښې د دې وباﺀ د لاسه تر دې دمه په مجموعي توګه 479772 كسان مړه شوي۔ دا خبره د يادونې وړ ده ګرده نړۍ كښې د دې وباﺀ د لاسه د مړو شمېره 23 لكه 49 زره ته رسېدلې د۔ بلخوا د دې وباﺀ نه امريكا كښې تر دې دمه 17639217 كسان ښه شوي۔ په امريكا كښې د كورونا وائرس وړومبنے كېس تشخيص د تېر كال جنورۍ مياشتې په 22مه نېټه شوے ؤ