هند كښې د كورونا وائرس كېسونو شمېره 1 كروړ 8 لكه 58 زره نه زياته شوه

نوې ډيلې 10 فروري (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 1 كروړ 8 لكه 58 زره نه زياته شوې ۔ ګرد هېواد كښې د دې وبا له امله تر دې دمه 1 لك 55 زره 280 كسان مړه شوي۔ د شورؤ په ورځ د هند ابلاغ ذريعو له مخې ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 10858300 ته رسېدلې او د فعاله كېسونو شمېره 10858300 پاتې شوې ۔ د سركاري شمېرو له مخې هند كښې د دې وباﺀ د لاسه تر دې دمه 155280 كسان مړه شوي۔ دا خبره د يادونې وړ ده هند د كورونا وائرس ځپليو شمېرې په اعتبار سره د نړۍ دويم زيات ځپلے هېواد دے۔ بلخوا هند كښې تر دې دمه د دې وباﺀ نه په مجموعي توګه 10559604 كسان ښه شوي هم دي