تنزانيه كښې نامعلومه رنځ 15 كسان ووژل

ډوډوما۔10فروری(اے پی پی) تنزانيه كښې د يوې نا معلومه ناروغتيا د لاسه 15 كسان مړه او د 50 نه زيات په اندېښمن حالت كښې روغتون كښې داخل كړې شوي۔ د نيويارك پوسټ له مخې ځائي چیف میډیکل آفسر فیلسټا کساندو وئيلي دي د تنزانيه سوئيلي سيمه مبيه كښې د ناروغتيا علامات رامخې ته كېدو نه وروستو څو ساعتو كښې د وينې اولټۍ كولو سره 15 كسان مړه شوي۔ د هغه وېنا وه چې د رنځورانو د طبي معائنې نه وروستو دا انكشاف شوے چې دغه رنځوران د معدے السر او د ځيګر په ناروغتيا اخته وو او دوي د سګرېټ نشه كوله۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دغه منطقه كښې دا ډول علامتونه كال 2018ﺀ كښې هم رامخې ته شوې وو