پاكستان اوپن ټین پن باؤلنګ چېمپئن شپ په 23 مارچ پېل كیږي

اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) د پاکستان ټین پن باؤلنګ فېډریشن ترسېوري لاندې اوپن ټین پن باؤلنګ چېمپئن شپ 23 مارچ څخه لېژر سټی باؤلنګ کلب جناح پارک پېنډۍ كښې پېل كېږي۔ تېره ورځ د پاكستان ټین پن باؤلنګ فېډرېشن صدر اعجاز الرحمن ووئيل د چېمپئن شپ تیارۍ پېل شوي ۔ دې چېمپئن شپ كښې د ګرد هېواد څخه سړي او مېرمنې لوبغاړې برخه اخلي۔ په چېمپئن شپ كښې د 6 کېټګریز سيالۍ اېښودلې شوي كومو كښې چې د سړو سنګلز، ډبلز، ټیم ایونټ، د مېرمنو سنګلز، ایمچور او ډیف سيالۍ شاملې دي۔ دا چېمپئن شپ به تر 30 مارچ دوام لري۔ د چېمپئن شپ په پايه كښې به كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو له انعامونه وركولې شي۔۔