روس كښې د کورونا وائرس ځپليو شميره 40 لکهه 12 زره 710 څخه زياته شوه

ماسکو 10 فروري (اے پي پي) روس كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال کورونا وائرس 14 زره 494 نوي کيسونه رپورټ شوي او دې نه پس د کورونا وائرس ځپليو شميره 40 لکه 12 زره 710 څخه زياته شوې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د روس د كورونا مخنيوي سينټر چارواكو ووئيل د کورونا وائرس په نتيجه كښې ټول هېواد كښې د مړو شميره 78 زره 134 ته رسيدلې دغسې د وائرس له امله 35 لكهه 16 زره 461 كسان ښه شوي دي