پېښور 08 فروري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي خصوصي كسانو لپاره د ټېكنالوجي اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل حكومت د خصوصي كسانو ښېګرې او ټولنه كښې د هغوي ګډون زياتولو لپاره لوظي دے، پيشه وره تريبې او د هنرمندۍ تعليم وركولو سره خصوصي كسان په معاشي توګه خپلواكه كولو ته پام لرنه كوي، د خصوصي كسانو حقوق اېكټ 2020 ء سره به هغوي په قومي پرمختګ …
حكومت د خصوصي وګړو ښېګړې او ټولنه كښې د هغوي ګډون زياتولو له لوظي دې، د پېشه ورې تربيې او هنرمندۍ تعليم وركولو د لارې خصوصي وګړي په معاشي توګه خپلواكه كولو ته پام لرنه كوو،صدر مملكت ډاكټر عارف علوي

مزید خبریں
پېښور 08 فروري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي خصوصي كسانو لپاره د ټېكنالوجي اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل حكومت د خصوصي كسانو ښېګرې او ټولنه كښې د هغوي ګډون زياتولو لپاره لوظي دے، پيشه وره تريبې او د هنرمندۍ تعليم وركولو سره خصوصي كسان په معاشي توګه خپلواكه كولو ته پام لرنه كوي، د خصوصي كسانو حقوق اېكټ 2020 ء سره به هغوي په قومي پرمختګ كښې شاملولو كښې مرسته وشي۔ ده د ګل په ورځ ګورنر هاؤس پېښور كښې خصوصي كسانو ښېګړې په اړه د غونډې مشري كوله۔په غونډه كښې خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان ، وزيرِ اعلی خېبر پښتونخوا، د روغتيا نړيوالې ادارې نمائندګانو او خصوصي كسانو ګډون وكړو۔ صدر مملكت ته د خصوصي وګړو ښېګړې او پاكستان كښې د معذورۍ صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو۔ صدر عارف علوي ووئيل وزير اعظم عمران خان د خصوصي وګړو لپاره 2000 روپۍ د مياشتې وظيفه وركولو اعلان كړے دے، د خصوصي وګړو حقوق ايكټ 2020 ء سره به د خصوصي وګړو قومي پرمختګ كښې شاملولو كښې مرسته وشي۔ صدر عارف علوي ووئيل پوسټ ګريجويشن كلاسونو كښې داخله اخستونكو خصوصي زدكونكو ته به فيسونه بخښلې شي او د خصوصي زدكونكو مرستې له به 50،000 روپۍ اسكالرشپ وركولې شي









