پېښور۔8 فروری(اے پی پی) په كوهاټ روډ پېښور كښې د ګاز ليك كېدو چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 6 كسان وسوزېدل۔ د ریسکیو1122اېمبولېنسز د پېښې ځائې ته په رسېدو ژوبل شوي روغتون ته منتقل كړل۔ د ریسکیو 1122له مخې سوزېدلو كسانو كښې مور ٬ پلار ٬ دوه زامن او دوه لوريانې شامل دي۔ بلخوا د سوزېدلو كسانو حالت د خطرې نه بهر ښودلے شوے دے۔