ګلګت 07 فروري (اے پي پي)د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپيكر سيد امجد علي وئېلي دي چې د قامي اتل محمد علي سيدپاره او د نورو غېر ملكي كوه پيما د لټون عمل روان دې د دوي بې دركۍ د ټولې نړۍ پشمول قوم په اندېښنه او پرېشانۍ كښې اچولې۔په دې وخت كښې د ټولې نړۍ نظر په كے ټو دې او هر څوك قومي اتل محمد علي سد پاره او د نورو كوهه پيما سلامتيا لپاره دعاګانې كوي۔هيله ده ډېر زر به د رېسكيو ډله كاميابه شي۔د تېرې ورځې نه د پوځ د چورلكو د لارې د لټون عمل روان دې۔ده پھ دې عمل كښې برخه اخستونكو ته پېرزوينه وړاندې كولو سره دعا وكړه چې لوے څښتن دې دوي بريالي كړي۔سپيكر دعا وكړه چې لويې څښټن دې قامي اتل محمد علي سدپاره او ټوله ډله سلامته وساتي