پیښور 05 فروري(اے پي پي) د پیښور پشمول په خېبرپښتونخوا كښې كشميريانو سره د يو والي د څرګندونې ورځ ولمانځلې شوه۔د دې ورځې لمانځلو مقصد د پاكستاني قام لخوا كشميري اولس سره د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د هڅو د ملاتړ څرګندونه ده۔د كشمير يو والي ورځې په موقع په ټول هېواد كښې سهار په لس بجې د يوې دقيقې خاموشي اختيار كړی شوه۔د كشمير يو والي ورځې په مناسبت د صوبې په سرښار پېښور كښې لاريون وشو چې مشري يې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان وكړه۔په لاريون كښې د سكولونو ماشومانو٬د صوبائي اسمبلۍ غړو٬سياسي كاركنانو او سركاري چارواكو په لويه شمېره ګډون وكړو۔لاريون د وزيراعلٰی سېكرټرېټ څخه پېل شو او په ګورنر هاؤس پاې ته ورسېدو۔ګډون كونكو كشميريانو سره د يو والي څرګندونه وكړه۔لاريون ته په خپله وېنا كښې وزيراعلٰی محمود خان د هند حكومت يو ترهه ګر حكومت ګرځولو سره ووئيل چې فاشسټ مودي سركار په مقبوضه كشمير كښې د ظلم تشدد او جبر بازار ګرم كړی