اېبټ آباد 05 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا صوبائي سپيكر مشتاق احمد غني وئيلي دي د پاكستانيانو زړونه كشميريانو سره درځېږي۔ د كشمير يوالي ورځ په موقع خپل خاص پېغام كښې ده ووئيل د افسوس خبر دا ده چې كشميريان د هند ظلم او جبر سره مخ دي او نريوالي ورورولي د خاموش تماشبين كردار لوبوي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په دوه نيم كالو كښې په مړانه د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كړې ده كومه چې ثاني نه لري او هم دې سره د كشميريانو حوصلۍ لوړې شوې دې چې وزير اعظم عمران خان د کشميريانو د سفير په توګه خپل كردار په ښه ډول لوبوي٬ مونږ د مودي سركار د وحشيانه ظلمونو غندنه كوٶ او په هر محاذ به د كشميريانو اخلاقي٬ سفارتي او سياسي ملاتړ جاري ساتو او دا د ټول قام عزم دے