
چارسده 05 فروري (اے پي پي) د چارسدې د عدن فاؤنډېشن تر سيوري لاندې د كشمير يو والي ورځې په موقع لاريون وشو۔ د لاريون مشري د فاؤنډېشن چيئرمېن حاجي ناصر علي خان او د سپورټس اينډ كلچر ونګ صدر امتياز خان وكړه۔ لاريون د چارسدې په تنګي موړ كښې پاې ته ورسېدو۔ په لاريون كښې پھ لويه شمېره خلكو ګډون وكړو۔ ګډون كونكو د پاكستان او كشمير بېرغونه هسك كړي وو او د كشمير د آزادۍ په حق كښې يې بينرې وچتې كړی وې۔ لاريون كوونكو د هند په ضد او د كشمير د آزادۍ په حق كښې نعرې ووهلې۔ لاريون كونكو كشميريانو وروڼو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ پھ دې موقع د لاريون مشرانو په خپله وېنا كښې ووئيل چې د كشميريانو به په مكمل توګه ملاتړ روان ساتو۔