کوئټه 04 فروري (اے پي پي) اليکشن کمېشن د سېنېټ ټاكنو 2021ء لپاره د كانديدانو آسانيو ترمخه د نامزدګۍ کاغذونو وركول پيل كړي كوم به چې د نن څخه اليکشن کميشن سيکرټريټ او ټولو صوبائي دفترو څخه ترلاسه كيدې شي۔ د بلوچستان صوبې په 12 چوكو د نامزدګۍ كاغذونه به صوبائي اليکشن کمشنر دفتر برګنزا ويلاز سټريټ نمبر1 نزد زرغون روډ کوئټه څخه دفتري وخت كښې د 9 بجو نه تر 5 بجې ترلاسه كيدې شي۔ د اليکشن کمېشن له مخې ټول سياسي ګوندونو او كانديدانو له يادګيرنه وركړې شوې چې د نامزدګۍ کاغذونو جمع كولو په وخت دې د ګوند ټكټ هم جمع كړي. په آزاد حيثيت سره برخه اخستونكې كانديدان د دې څخه مبرا دي