اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) د پاکستان او سوئيلي افريقا لوبډلې نن د شورؤ په ورځ هم پرېكټس سېشن كښې برخه اخلي۔ د دواړو لوبډلو لوبغاړو د نهې په ورځ پرېكټس وكړو او پرېكټس نه وروستو پنډي اسټېټديم نه هوټل ته روان شول۔ دواړو لوبډلو په دويمه ورځ هم پنډي اسټېډيم كښې پرېكټس وكړو۔ پرېکټس سېشن سهار 10 بجو نه تر يوه بجه جاري وو۔ د پاكستان او سوئيلي افريقا لوبډلې به نن د شورؤ په ورځ هم درېم پرېكټس سېشن كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم ټېسټ مېچ سبا د زيارت په ورځ پنډي سټېډيم كښې پېل كېږي