پينډۍ 02 فروري (اے پي پي) د پاكستان او جنوبي افريقې ترمينځه دويم ټېسټ ميچ كښې به عليم ډار او احسن رضا د فيلډ امپائرنګ فرائض ترسره كوي، آئي سي سي ايليټ پينل كښې شامل عليم ډار تر اوسه 133 ټيسټ ميچونو كښې امپائرنګ كړے ، سيريز كښې شامل دويم او آخري ټيسټ ميچ (سبا) د زيارت په ورځ پينډۍ كركټ سټيډيم كښې پيل كيږي، آئي سي سي د اړخه اعلان كړے ميچ كښې ېه عليم ډار او احسن رضا آن فيلډ امپائر وي، آصف يعقوب تھرډ امپائر، راشد رياض فورتھ امپائر دغسې محمد جاويد به د هېواد ميچ ريفري په حيثيت سره ذمه واري ترسره كوي