د پاكستان او سوئيلي افريقې ترمينځه ټي ټونټي سيريز له دواړه لوبډلې د فرورۍ په 3 مه نېټه لاهور ته ځي

اسلام آباد۔1فروری (اے پی پی) د پاكستان او سوئيلي افريقې ټي ټونټي سيريز لپاره د دواړو هېوادونو كركټ لوبډلې سبا د فرورۍ په 3 مه نېټه لاهور ته روانېديږي۔ د سوئيلي افريقې د ټي ټونټي اسكواډ لوبغاړي به د فرورۍ په 3 مه نېټه لاهور ته رسي۔ د سوئيلي افريقې د سكواډ غړي به د كمرشل فلائټ د لارې لاهور ته ځي۔ د پاکستان د ټی ټونټی سکواډ لوبغاړي به هم د فرورۍ په 3مه نېټه رپورټ كوي۔ د دواړو سكواډ لوبغاړو د كووېډ – 19 ټېسټنګ به كولې شي۔ لوبغاړي به د فرورۍ 5 مې نېټې نه ټرېننګ پېل كوي۔ د پاكستان او سوئيلي افريقې ترمينځه د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز به قذافي سټېټديم كښې كېږي۔ درې واړه مېچونه به په 11 ٬ 13 او 14 فرورۍ كولې شي