اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي)د پاکستان نېټ بال فېډرېشن تر سېوري لاندې قامي نېټ بال چيمپئن شپ به د دوم نه تر 7م اپرېل په اسلام آباد كښې كېږي چې پكښې به د پاكستان واپډا مېنز او وېمنز د خپل ټائټل دفاع كوي۔ د فېډرېشن چارواكو له مخې په چيمپئن شپ كښې به د ګرد هېواد د مېنز او وېمنز شپاړس شپاړس لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د پاکستان آرمي، پاکستان رېلوے، پاکستان ائيرفورس، پاکستان نيوي، پاکستان واپډا، پاکستان پوليس، پاکستان انټربورډ، هائرايجوکيشن کميشن، لاهور ګرائمز سکول، فاټا، لمز، ګلګت بلتستان، آزاد جمو و کشمير، پنجاب، سندھ، بلوچستان، خېبر پښتونخوا او د اسلام آباد لوبډلې شاملې دي