د 7 لسيزو پخوانې د كشمير مسئله حل كول د ملګرو ملتونو ذمه واري ده۔كل جماعتي حريت كنفرنس

سرينګر 31 جنوري (اے پي پي)په مقبوضه جمو كشمير كښې كل جماعتي حريت كنفرنس د كشمير شخړې د حل په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انتونيو ګوتريس د اوسني بيان هركلے كړې۔د كشمير مېډيا سروس له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په هند او پاكستان ټينګار كړې چې هغه دې په منطقه كښې پوخ امن باوري كولو لپاره د كشمير شخړه د خبرو اترو د لارې حل …

سرينګر 31 جنوري (اے پي پي)په مقبوضه جمو كشمير كښې كل جماعتي حريت كنفرنس د كشمير شخړې د حل په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انتونيو ګوتريس د اوسني بيان هركلے كړې۔د كشمير مېډيا سروس له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په هند او پاكستان ټينګار كړې چې هغه دې په منطقه كښې پوخ امن باوري كولو لپاره د كشمير شخړه د خبرو اترو د لارې حل كړي۔د كل جماعتي حريت كنفرنس وركنګ وائس چيئرمېن غلام احمد ګلزار په سرينګر كښې په خپل يو بيان كښې ووئيل چې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر دا ذمه واري ده چې هغه 73 كلنه پخوانۍ د كشمير مسئله حل كړي كومه چې تراوسه د هغه پھ مېز پراته ده۔په بيان كښې د كشمير مسئلې ته پھ نړۍ پام راګرځولو سره وئېلي شوي دي چې كشميري اولس د هندي سامراج او هندو فسطائيت په مينځ كښې ښكيل دې۔د حريت لارښود د كال 2019م د اګست د پنځمې نېټې د غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو حواله وركولو سره ووئيل چې مسلم اكثريتي سيمه په اقليت كښې بدلولو لپاره د منطقې ټول قوانين بدل كړې شوي ا و د دې په وجه په لويه پېمانه په سيمه كښې د نسل كشۍ خطر دې