کابل 29 جنوري (اے پي پي) افغان طالبانو په امريكې د دوحه امن لوظنامې د خلاف ورزۍ تور لګولو سره وئيلي دي افغانستان كښې امريكني پوځيان په وګړو ٬ كورونو او كليوالو سيمو بريدونه كوي كوم چې نه يوازې د دوحه امن لوظنامې بلكې د بشري حقونو هم خلاف ورزي ده۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د امريكې او طالبانو ترمېنځه تېر كال په قطر دوحه كښې د شوې امن لوظنامې له مخې امريكې له تر مئي افغانستان څخه خپل عسكر بېرته ستنول دي خو دې لپاره د طالبانو لخوا تشدد كښې كمې لازمي شرط دے ۔ د امريکې د دفاع څانګې وياند تېره ورځ خپل بيان كښې وئيلي دي د طالبانو لخوا په تشدد كښې د كمي نه كولو په سبب افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو انخلاء سواليه نشان دے۔ وياند ووئيل د امريكې حكومت پخپلو لوظونو عمل كول غواړي خو دې لپاره به طالبانو له هم د دې لوظنامې ا حترام كول وي۔ امريکې دا عنديه هم وركړې چې په دوحه امن لوظنامه به نظر ثاني كولې شي۔ د امريكې د دې بيان نه پس طالبانو د جمعې په ورځ خپل بيان كښې ووېيل امريكا د دوحه امن تړون خلاف ورزي كوي۔ په قطر كښې د طالبانو وياند محمد نعيم ووئيل امريكا هره ورځ د امن لوظنامې خلاف ورزي كوي٬ امريکائي عسكر په وګړو٬ خونو او كليوالو سيمو بريدونه كوي او مونږ وخت په وخت امريكا په دې لړ كښې خبر كړې هم ده چې دا نه يوازې د امن تړون بلكې د بشري حقونو خلاف ورزي هم ده