يو اے اي كښې د كورونا وائرس 3966 نوي كيسونه رپورټ شول

دبئۍ 29 جنوري (اے پي پي)د متحده عرب مارات د روغتيا وزارت وئيلي دي په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائرس 3966 نوي كيسونه رپورټ شوي۔ د امارات خبررسنې ادارې د روغتيا وزارت په اړه ووئيل د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 3966 نوي كيسونه رامخې ته كيدو نه پس د ځپليو كسانو مجموعي شميره 2 لكهه 93 زره 52 ته رسيدلې، د ښه شوو كسانو مجموعي شميره 2 لكهه 67 زره 24 دغسې تر اوسه د مړو شوو كسانو مجموعي شميره 819 ده۔د روغتيا وزارت ووئيل د تيرو 24 ساعتو په مهال يو لكه 68 زره 781 نوې د كورونا ټيسټونه شوي دي